د بامیان ولایت – یکهاولنګ ولسوالۍ په کوتل بکک سیمه کې، د موټر د چپه کېدو له امله یو ۴۴ کلن پخوانی نظامي چې د جمهوري حکومت پر مهال یې په امنیتي بنسټونو کې دندې ترسره کړې وې، خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

یاده پېښه د پنج‌شنبې په ورځ د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د نهمې میاشتې پر ۲۷مه نېټه، ماښام شاوخوا ۷:۳۰ بجې هغه مهال رامنځته شوه، چې شاه ولي د احمد زوی، د غور ولایت د مرغاب ولسوالۍ د رغسکن کلي اوسېدونکی، له خپلو ملګرو سره د غور پر لور د سفر په حالت کې ؤ.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، د کوتل بکک په سیمه کې د دوی موټر تخنیکي ستونزه پیدا کړه څو ملاقه یې وخوړل او له سړکه واوښت، چې له امله یې یاد کس ځای پر ځای ومړ. شاه ولي مخکې هم یوځل ټکر کړی و او په هماغه ټکر کې په پښو فلج شوی و.

د یادونې ده چې کوتل بکک، د بامیان او غور ترمنځ مهمه او غرنیزه لاره ده، له هغو سیمو څخه ګڼل کېږي چې وخت ناوخت پکې خونړۍ ترافیکي پېښې رامنځته کېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version