د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، په تېرو پنځو کلونو کې په افغانستان کې د فعالو فابریکو شمېر له شاوخوا درې زرو څخه ۶۵۰۰ ته لوړ شوی دی.
د دغه وزارت په وینا، د صنعت په برخه کې نږدې ۴۵۰ زرو کسانو ته په مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې او افغانستان د شاوخوا ۳۳۰ ډوله توکو په تولید کې ځانبسیاینې ته رسېدلی دی.
اقتصادي کارپوهان وایي، د کورنیو تولیداتو زیاتوالی د وارداتو او له هېواده د بهرنیو اسعارو د وتلو کچه راکموي او د اقتصادي ودې او کارموندنې له زیاتېدو سره مرسته کوي.
صنعتکاران بيا وایي، د امنیت او ثبات له ښه کېدو سره د پانګونې او کورنیو تولیداتو لپاره زمینه مساعده شوې، خو د دوامدارې برښنا او د خامو موادو د لېږد ستونزې لا هم د تولید پر لګښتونو او فعالیتونو اغېز کوي.


