د عدلیې وزارت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون وايي، د دغه کمېسیون د جوړېدو راهیسې یې په ټول هېواد کې ۲.۵ مېلیونه دولتي ځمکه استرداد کړې ده.
د یاد کمېسیون سکرتر مولوي احسان الله وثیق وايي، د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون د فعالیت له پیل څخه تر دې دمه د هېواد په کچه څه باندې ۲.۵ مېلیونه جریبه غصب شوې یا د غصب تر گواښ لاندې ځمکه استرداد شوې او د ځمکو په بانک کې ثبت شوې ده.
نوموړي ویلي، له غاصبانو څخه د غصب شوې ځمکې راگرځول چې څو کاله یې په تصرف کې وه ډېر ستر کار دی او کمېسیون او تخنیکي پلاوو دا کار کړی دی.
د وثیق په خبره، د دې کمېسیون تخنیکي پلاوو په لنډ وخت کې دومره کار وکړ، چې په تاریخ کې به ثبت شي؛ ځکه د ځمکې تصفیه اسانه کار نه دی.:«نن په ټول افغانستان کې خلک د هېواد په کچه د محمد داوود خان (پخوانی رییس جمهور) کارونه له دې جملې د کادستري قطعاتو تعیین او د ځمکو ثبت یادوي او وایي چې هغه ستر کارونه کړي دي. نن ورځې تخنیکي هیئتونو او کمېسیون د هغه وخت په پرتله ستر کارونه تر سره کړي؛ لکه د ځمکو تصفیه ساده کار نه دی او دا کار په به تاریخ کې پاتې شي.»
د سترې محکمې استازي عبدالصمد حقاني بیا د ولایتي تخنیکي هیئتونو څخه وغوښتل، چې په خپلو کارونو کې لازم دقت وکړي؛ ځکه د اراضۍ نظام په تېرو څو لسیزو کې بې نظمه شوی او پراخې اراضې او حتی غرونه او دښتې چې د عام ولس گټې اخیستنې لپاره وې، غصب شوي دي.:«په ورته وخت کې خلک په ځانگړي توگه مهاجرین، کوچیان او د ټولنې نور قشرونه سرپناه غواړي او هغو ته د ځمکو له تصفیې پرته سرپناه ورکول ناشونې ده. کمېسیون موظف دی ترڅو دغه ځمکې تصفیه کړي او د اراضۍ نظام منظم کړي.»
د هېواد په گوټ گوټ کې د عدلیې وزارت له لوري د ځمکو د غصب مخنیوي کارونه روان دي، چې له څو لسیزو مخکې غصب شوې ځمکې یې هم بېرته اصلي مالکانو ته سپارلې دي.