‏د افغانستان برښنا شرکت عمومي اجرایوي رئیس ډاکټر عبدالباري عمر او د ترکمنستان هېواد د انرژۍ وزارت د نړیوالو پروژو عمومي رییس مراد ارتیکوف ترمنځ د ګډو همکاریو او پروژو چارو چټکتیا هوکړې پروتوکول لاسلیک شو.

برښنا شرکت ویلي، چې د دواړو هېوادونو پلاویو ترمنځ تېرو دوه ورځو کې د بادغیس ولایت بالامرغاب ولسوالۍ، د جوزجان ولایت خماب او قرقین ولسوالیو ته د برښنا رسونې په پروژو، هرات ولایت ته د وارداتي برښنا په کچه کې زیاتوالي او د برېښنا کیفیت لوړول، ترکمنستان هېواد څخه تر کابل پورې د ۵۰۰ کېلوولټ برښنا لېږدیز مزي پروژې چارو پرمختګ په اړه تفصیلي ناستې ترسره او یو لړ هوکړې وشوې.

د افغانستان برښنا شرکت د خبرپاڼې له‌ مخې، ددې ترڅنګ له ترکمنستان څخه افغانستان او پاکستان ته د ۵۰۰ کېلوولټ برښنا لېږد پروژې‏ د لا ښه پرمخ وړلو او چټکتیا په موخه بحث ترسره او دواړو لوریو هیله مندي وښوده چې په دې برخه کې به نږدې راتلونکي کې د پام وړ پرمختګونه وشي.

‏د افغانستان برښنا شرکت ډاډ ورکړی، چې غواړي د هېواد صنعت، سوداګرۍ، کرنې برخو د لا ودې او پراختیا لپاره د برښنا خدماتو پر پراختیا او پیاوړتیا ګړندی کار وکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version