یو شمېر پاکستانۍ رسنیو د ځایي چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې نن غرمه مهال د خیبر پختونخوا آیالت اړوند د لکلي مروت ولسوالۍ “سلطان خیلو” سیمه کې د پاکستاني پوځیانو پر موټر چاودنه شوې ده.

ویل کېږي، چې په دغه چاودنه کې پنځه پاکستاني پوځیان وژل شوي او یو تنه ټپي شوی دی.

د نننۍ چادونې خبر داسې مهال له رسنیو خپرېږي، چې تېره ورځ هم په خیبر پختونخوا آیالت په “خیبر” سیمه کې د پاکستان د سرحدي پولیسو په موټر چاودنه شوې وه او په ورته مهال په یادو پولیسو د درنو او سپکو وسلو ډزې هم شوې وې.

په ماین برابر شوي موټر کې اوه تنه سرحدي پولیس سپاره و، خو د تلفاتو په اړه یې څه نه دي ویل شوي.

بل لور ته راپورونه وایي، چې تېر ورځ غرمه مهال د خیبر پختونخوا ایالت “دېره اسماعیل خان” کې وسله والو د پولیو واکسین په کارکوونکو هم برید کړی و، په برید کې د دوه پاکستاني پوځیانو په شمول پنځه تنه ټپیان شوي و.

نږدې هره ورځ د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې چاودنې او بریدونه کېږي، چې ګڼ شمېر دولتي او ملکي خلکو ته په کې مرګ ژوبلې اوړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version