د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د شرطې ځواکونو د بېلابېلو عملیاتو په پایله کې په نیمروز، کابل او اروزګان ولایتونو کې ۶۱۵ کیلوګرامه بېلابېل نشهيي توکي، ۴۵۰۰ نشهيي ګولۍ او ۱۱۷۰ کیلوګرامه ومان بوټي کشف او ضبط شوي دي.
د خبرپاڼې په وینا، ومان بوټي د شیشې د نشهيي توکو په جوړولو کې کارېږي او د دغو توکو د قاچاق په تړاو څلور کسان هم نیول شوي دي.
خبر پاڼه زیاتوي، چې نیول شوي کسان به د دوسیو له بشپړېدو وروسته عدلي او قضايي ادارو ته وسپارل شي.


