انادلو خبري اژانس ویلي، چې ایران د اسرائیلو د حضور له امله په سیمه کې د احتمالي بېثباتۍ په اړه خبرداری ورکړی او له سیمهییزو هېوادونو یې غوښتي، چې خپلې خاورې د داسې اقداماتو لپاره ونه کاروي، چې سیمهییز ثبات له ګواښ سره مخ کړي.
د راپور له مخې، د ایران بهرنیو چارو وزارت متحده عربي اماراتو
د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سفر غندلی او ویلي یې دي، چې دغه سفر په داسې «حساس وخت» کې شوی چې پر ایران د اسرائیلو بریدونه او په فلسطین او لبنان کې هم جګړه روانه ده..
بلخوا، اسرائیلي رسنیو مخکې راپور ورکړی و، چې نتانیاهو د سپټمبر په ۲۷مه متحده عربي اماراتو ته د خپل سفر پر مهال په یوه پراخه غونډه کې ګډون کړی، چې د امریکا، سعودي عربستان، مراکش، کویټ، بحرین، لیبیا، عمان او مصر استازو هم پکې ګډون درلود.


