Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»په شمال زون کې یو مېلیارد زاړه بانک نوټونه سوځول شوي.
    افغانستان

    په شمال زون کې یو مېلیارد زاړه بانک نوټونه سوځول شوي.

    عمران آغاعمران آغا24 جولای 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د افغانستان بانک مسوولین وايي، د دغه بانک له لوري په شمال زون کې (۱،۰۷۳،۹۶۲،۰۰۰) یو مېلیارد، درې اویا مېلیونه، نهه سوه او دوه شپېته زره افغانیو په ارزښت مندرس بانکنوټونه چې د شمال او شمال ختیځ زونونو څخه را ټول شوي وو او د افغانۍ (۱۰۰۰،۵۰۰،۱۰۰،۵۰،۲۰،۱۰،۲) نوعې پکې شاملې وې د ټاکل شوي پلاوي په شتون کې تر کره شمېرنې وروسته وسوځول شول.

    له یاد بانک څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، زاړه بانکنوټونه د یوې کړنلارې له مخې راټولېږي او له گردښت څخه ایستل کېږي.

    د افغانستان بانک دویم مرستیال محمد اخوند ویلي، د افغانستان بانک له لوري مندرس بانکنوټونه د یو معلوم طرزالعمل په اساس را ټولېږي او له گردښت څخه ایستل کېږي.: «د بانکنوټونو ساتنې ته نه پاملرنه د دې سبب شوې ده چې بانکنوټونه له وخت وړاندې مندرس او له کاره ولوېږي، خلک دې د سوداگریزو راکړو ورکړو پر مهال د بانکنوټونو ساتنې ته پوره پاملرنه وکړي، ترڅو له وخت وړاندې مندرس نه شي.»

    د یادؤنې وړ ده، چې راټول شوي له کاره لوېدلي مندرس بانکنوټونه د عدلیې او مالیې وزارتونو، اړوندو ادارو او د افغانستان بانک د بېلابېلو آمریتونو د استازو په شتون کې د گمارل شوي پلاوي له خوا تر بارولو وروسته د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې ځانگړې کرې ته انتقال او وسوځول شول.

    د افغانستان بانک له لوري نږدې هره میاشت تر مېلیارد پورته زاړه بانکنوټونه سوځول کېږي؛ د یاد بانک مسوولین له خلکو غواړي چې خپل بانکنوټونه په جېبي بټوو کې وساتي، څو له ژر خرابېدو یې مخنیوی شوی وي.

    مخکینۍ مقالهملي دفاع وزارت د جگړه‌ییزو گډو زده‌کړو له قومندانۍ ۶۶۳ تنه ځوان منسوبین فارغ کړي دي.
    راتلونکي مقاله د افغان حاجیانو د راستنېدنې لړۍ پای ته ورسېده.

    مربوطه لیکنې

    روسیه کې یو ۱۹ کلن ځوان پر اسلامي امارت د ناسمې تبصرې له امله جریمه شوی

    11 جون 2026

    د روسیې اګري میر شرکت د افغانستان کرومايټ او جستو کانونو کې پانګونه کوي

    11 جون 2026

    د ایران په زندانونو کې ۴۰۸ افغان بنديان افغانستان ته سپارل شوي

    11 جون 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 11 جون 2026

    روسیه کې یو ۱۹ کلن ځوان پر اسلامي امارت د ناسمې تبصرې له امله جریمه شوی

    روسي رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد یوې محکمې یو ۱۹ کلن ځوان د…

    د روسیې اګري میر شرکت د افغانستان کرومايټ او جستو کانونو کې پانګونه کوي

    11 جون 2026

    ټرمپ: امریکا به نن شپه پر ایران تر ټولو درانه هوایي بریدونه ترسره کړي

    11 جون 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    روسیه کې یو ۱۹ کلن ځوان پر اسلامي امارت د ناسمې تبصرې له امله جریمه شوی

    11 جون 2026

    د روسیې اګري میر شرکت د افغانستان کرومايټ او جستو کانونو کې پانګونه کوي

    11 جون 2026

    ټرمپ: امریکا به نن شپه پر ایران تر ټولو درانه هوایي بریدونه ترسره کړي

    11 جون 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،165 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،104 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،210 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.