دفاع وزارت ویلي، چې د یاد وزارت د مرکزي قطعاتو او سیمهییزو قول اردوګانو ۱۷۹ تنه ځوان منسوبین د حضرت عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړهییزو ګډو زدهکړو قوماندانۍ د بېلابېلو درنو او سپکو وسلو له درېمیاشتنیو مسلکي زدهکړو وروسته فارغ شول.
په دې روزنیز پروګرام کې فارغانو د ۶۰ او ۸۲ مليمتري هاوانونو، M-2 ماشیندار، M-24 سنایپر او SPG-9 وسلو په کارولو کې مسلکي زدهکړې ترلاسه کړې.
د فراغت په مراسمو کې مسوولینو د مسلکي پوځي زدهکړو پر اهمیت ټینګار کړی او له فارغانو یې غوښتي، چې د وسلو او پوځي ټکنالوژۍ په برخه کې خپلې وړتیاوې لا پیاوړې کړي.


