د معیار او کیفیت ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په شیخ ابونصر فراهي بندر کې یې هیواد ته د ۹۷.۴۹۵ ټنه غیرمعیاري ودانیزو توکو د درېیو محمولو د داخلېدو مخنیوی کړی او له داخلي معیارونو سره د نه مطابقت له امله یې بېرته صادرونکي هېواد ته ستنې کړې دي.
د معیار او کیفیت ادارې ویلي، چې په یادو محمولو کې نبشي او نوداني اوسپنه، مایع قیر او کاشي شامل وو، چې د بندر د معیار او کیفیت آمریت په لابراتوارونو کې تر ازموینو وروسته غیرمعیاري تثبیت شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې یاد توکي د اړوندو ادارو د استازو په حضور کې بېرته خپل مبدأ هېواد ته ګرځول شوي دي.


