د تسنیم خبری اژانس د راپور له مخې د ایران او امریکا د استازو ترمنځ د غیر مستقیمو خبرو اترو لومړی پړاو تېره ورځ (شنبه) د عمان په منځګړیتوب د دغه هېواد په پلازمېنه مسقط کې پای ته ورسید.

د راپور له مخې دواړو لوریو خبرې اترې مثبتې او رغنده بللي او د خبرو پر دوام یې ټینګار کړی دی.

د مذاکراتو په دغه پړاو کې چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او د منځني ختیځ لپاره د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي سټیو ویتکوف په کې ګډون درلود، د ایران د اټومي پروګرام سوله‌ییز حل او پر ایران د غیر قانوني بندیزونو د لرې کولو په اړه پر مهمو مسایلو خبرې شوې دي.

د عراقچي په وینا، د خبرو اترو فضا ارامه او د درناوي وړ وه او هیڅ ډول نامناسبه ژبه په کې نه ده کارول شوې. ويتکوف هم له «NBC» نیوز سره په مرکه کې دغه خبرې اترې مثبتې او رغنده بللې دي.

د یادونې وړ ده چې، ټاکل شوې د خبرو اترو دوهم پړاو د راتلونکې اونۍ د شنبې په ورځ په مسقط کې ترسره شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version