له خیبر پښتونخوا د هندوکش‌غږ ځایي سرچینې وایي، د پاکستاني طالبانو د عصمت الله او شفیع الله په نومونو دوه پاکستاني عسکر د دندې د پرېښدو او په خپلو کړو کارونو د پښېمانتیا په څرګندولو سره د قومي مشرانو په ضمانت خوشې کړي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، یاد کسان د ټانک ولسوالۍ په ملاخېل کلي کي د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي وو.

سرچینه زیاتوي، دغه راز د نور زمان مشهور په سېلاب او منیر په نومونو د پاکستان دوه مشهور محلي اربکیان چې څه موده وړاندې د پاکستاني طالبانو غورځنګ په عملیاتو کې نیول شوي وو، د یاد غورځنګ د مشرتابه په لارښوونو او د سیمې د قومي مشرانو په ضمانت خوشې شوي دي.

سرچینه کاږي یاد کسان سره وروڼه وو او له اربکیانو سربېره یې په پوځي استخباراتو کې هم غړیتوب درلود چې له خوشې کېدو وروسته له سیمې شړل شوي هم دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version