الجزیرې خبري شبکې د غزې روغتیایي سرچینو له قوله خبر ورکړی، چې د صهیونیستي رېژیم یرغلګرو د بریدونو له کبله تېره ورځ په غزې تړانګه کې ۱۴۳ تنه شهیدان شوي، چې له جملې یې یوازې ۱۳۲تنه یې په شمالي برخه کې دي.
همدارنګه د غزې ترڅنګ لبنان کې هم تېره ورځ د صهیونیستي یرغلګرو د بریدونو له امله د مېرمنو او ماشومانو په ګډون ۷۷ تنه شهیدان شوي.
امریکا چې صهیونستي رژیم ته پیسې او وسلې ورکوي دا وضعیت یې ټکان ورکوونکی بللی او له صهیونستي رژیمه یې د وضاحت غوښتنه کړې ده.