نن چهارشنبه سهار وختي د افغانستان پولې تر څېرمه د ساسولي په کلي کې د برجک ۴ نمبر پوستې څخه د ایراني پوله ساتو ځواکونو له لوري په افغان خاورخ کې پر څو موټرو ډزې کړې دي، چې په ځواب کې یې افغان ځواکونو هم په صفري نقطه کې ځوابي ډزې ترسره کړي.
چې له امله یې د پولې په اوږدو کې د دواړو خواوو ترمنځ نښته رامنځته شوې ده.
دسيمه ييزو سرچېنو د معلوماتو له مخې؛ نښتې تر څو ساعتونو دوام کړی، چې په اړونده سیمه کې د تاوتریخوالي د ډېرېده لامل شوی دی.