د کورنيو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معيڼيت وايي، په غور او دایکندي ولایتونو کې یې گڼ شمېر نشه‌يي توکي نیولي او سوځولي دي.

له یاد معینیت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د غور په دولینه او تولک ولسوالیو له بېلابېلو سیمو څخه د کشفي عملیاتو په پایله کې ۳۵۰ کیلوگرامه ومان کشف او سوځول شوي دي.

همدرانگه د دایکندي ولایت په سنگ تخت ولسوالۍ کې ٤١٣٠ کيلو گرامه ومان، ٣٥٠ کيلو گرامه سود او ٢١٠ کيلو گرامه اهک کشف او نيول شوي دي، چې په تړاويي يو شکمن کس هم نيول شوى دى.

یاد معینیت ویلي، په غزني، تخار، کندوز، پروان او فاریاب ولایتونو کې یې ۱۱۱ تنه پر نشه‌يي توکو روږدي کسان یې راټول کړي او روغتیايي پنډغالو ته یې ورپېژندلي دي.:«٣٧ تنه غزني کې، ٤١ تنه کندوز کې، ١٠ تنه تخار کې، ٥ تنه پروان او ١٨ تنه فارياب کې را ټول او د درملنې په موخه په یادو ولایتونو کې روغتیايي پنډغالو ته ورپېژندل شول.»

په هېواد کې د کوکنارو کښت د بندېدو وروسته د نشه‌يي توکو کاروباریانو د ومان بوټي ته مخه کړې، چې له دغه بوټي څخه بېلابېل نشه‌يي توکي جوړوي او پر نشه‌يي توکو روږدو باندې یې پلوري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version