په لندن کې د افغانستان سفارت وايي، د دغه سفارت له لوري به ټولې کونسلي او ډیپلوماتیکي چوپړتیاوې پرته له هېڅ ډول خنډ څخه روانې وي.
یاد سفارت پر خپلې اېکس‌پاڼه لیکلي، په برېتانیه او ایرلینډ کې هم د مېشتو افغانانو لپاره د چوپړتیاوو وړاندې کولو ته ژمن دي.: «د پخوا په شان هره ورځ د مراجعینو په خدمت کې دي. موږ د افغانستان د وگړو د حقوقو او گټو د ملاتړ ژمن یو او له خپلو ټولو امکاناتو او منابعو څخه د غوره خدماتو د وړاندې کولو لپاره استفاده کوو.»
پرون د بهرنیو چارو وزارت په یو شمېر اروپايي هېوادونو کې د خپلو استازولیو کارونه لغوه کړل. یاد وزارت ویلي وو، د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو وزارت تل هڅه کوي چې په بهر کې په ځانگړي ډول په اروپايي هېوادونو کې د مېشتو افغانانو له مشروع حقونو دفاع وکړي او نوموړو ته اسانه کونسلي چوپړتیاوې وړاندې کړي.: «بهرنیو چارو وزارت خپلو هېوادوالو ته ته د غوره چوپړتیاوو د کولو په موخه په اروپايي هېوادونو کې د افغانستان له سیاسي او کونسلي استازولیو بیا بیا غوښتنه کړې ده، چې لږ تر لږه د کونسلي چارو په برخه کې له مرکز سره تعامل وکړي؛ خو په په خواشینۍ سره باید ووایو چې د یادو ډېری استازولیو له لوري کړنې د مرکز سره په نه همغږۍ، خپل‌سرۍ او له شته منل شوو اصولو څخه په ښکاره سرغړونې پرمخ بېول کېږي.»
په خبرپاڼه کې په بهر مېشتو هېوادوالو ته یو ځل بیا خبر ورکړل شوی و، چې د دې اعلامیې د خپرېدو له نېټې وروسته د لندن، بلجیم، برلین، بُن، سوېس، اترېش، فرانسې، ایټالیې، یونان، پولنډ، سوېډن، ناروې، کاناډا او اسټرالیا له استازولیو له لوري کونسلي خدمتونه لکه: وثیقې، تصدیقونه، د عدم مسوولیت پاڼه، د پاسپورټ صدور، د پاسپورټ د تمدیدۍ سټېکر، د وېزې سټېکر او د مرکز او اړوند بنسټونو له لوري د منلو وړ نه دي او د بهرنیو چارو وزارت د یادو سندونو په وړاندې هېڅ ډول مسوولیت نه لري او نه پرې اجراات کېږي.
په خبرپاڼه کې له اروپايي مېشتو افغانانو غوښتل شوي، چې بهر مېشتي هېوادوال او بهرنیان کولی چې د افغانستان له پورتنیو استازولیو پرته په نورو هېوادونو کې د افغانستان اسلامي امارت استازولیو ته د کونسلي چوپړتیاوو او وېزو اخیستو په موخه مراجعه وکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version