د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل وايي، په متحده عربي اماراتو کې د ۴۲ کسه بندي افغانانو د خلاصون پرېکړه شوې.

نوموړي پر خپلې اېکس‌پاڼه(پخواني ټوېټر) لیکلي، د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په لارښوونه او همغږۍ په کوربه هېواد کې د افغانستان سفارت د پرله‌پسې هڅو په پایله کې ۴۲ کسه افغانان چې د یاد هېواد په بېلابېلو زندانونو کې بندیان وو د اماراتو حکومت د مشرتابه د بښنې له فرمان څخه برخمن شول چې یو تعداد یې ازاد او پاتې کسان به په نږدې راتلونکې کې آزاد شي.: «د افغانستان اسلامي امارت ژمن دی چې دنړۍ په هر گوټ کې د خپلو وگړو له احوال څخه ځان باخبره وساتي او د هغوی دستونزو دحل په موخه به ان شاءالله کوټلي گامونه اخلي.»

تر اوسه معلومه نه ده چې په متحده عربي اماراتو کې څومره افغانان بندیان او په کومو جرمونو نیول شوي دي.

د متحده عربي اماراتو سربېره په پاکستان، ایران او د نړۍ په گڼو نورو هېوادونو کې هم زرگونه افغانان بندیان دي، چې اسلامي امارت یې د راخوشې کولو هڅې کوي.

په متحده عربي اماراتو کې ۴۲ افغان بندیان داسې مهال راخوشې کېږي، چې پرون ایران افغان بندي اعدام کړ.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version