د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په سپیدار ماڼۍ کې د هزاره قوم له مشرانو سره په لیدنه کې ویلي، چې د اسلامي شریعت په رڼا کې عدالت په ټولو یوشان پلی کېږي.

له ارگ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې ناسته کې د هزاره قوم مشرانو ډاکټرجعفر مهدوي ، اسدالله سعادتي ،استاد محمد اکبري او محمداصف فروغ د اسلامي امارت د تېرو څه کم درې کالو لاسته راوړنې او پرمختگونه وستایل او له اسلامي نظام سره یې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.

د خبرپاڼې له مخې، یادو مشرانو د هزاره قوم د ستونزو حل ته د پاملرنې ترڅنگ د خپلو حقوقي ستونزو او دوسیو د حل غوښتنه وکړه او ویې ویل، دوی د اسلامي نظام په عدالت باور لري. :«په افغانستان کې ،مذهبي او ژبني تعصبات، نفاق، قومي ټیکه‌داري او د قومونو جنگول ختم شوي او د یووالي لپاره کار کېږي.»

مولوي عبدالکبیر د هزاره قوم مشرانو ته ویلي، په اسلامي نظام کې هېڅ ډول تبعیض، تعصب او قوم‌پالنه ځای نه لري، بلکې بنسټ یې خلکو ته خدمت کول دي.: «افغانستان او اسلامي نظام ټولو افغانانو پورې اړوند دی او د اسلامي شریعت په رڼا کې عدالت په ټولو یو شان پلی کېږي. په اسلامي امارت کې هېڅوک د چا حق نه‌شي خوړلی او که څوک د خپل حق د تلف کېدو اندېښنه ولري، محاکمو ته دې مراجعه وکړي. محاکم په پوره استقلالیت خپل کار مخته وړي.»

نوموړي ویلي، په افغانستان کې قومي، سمتي او ژبنی تعصب او نفاق ځای نه لري، ټول افغانان دې په گډه د هېواد د ابادۍ، پرمختگ او هوساینې لپاره کار وکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version