په ملګرو ملتونو کې د چین د دایمي استازي مرستیال ګنګ شوانګ، د افغانستان سرپرست حکومت وروستیو لاسته راوړنو ته په اشارې ویلي، چې افغانستان دا مهال د سولې او بیارغونې حساس پړاو ته داخل شوی، اقتصاد یې د پرمختګ په حال کې دی او له ګڼو هېوادونو سره یې اړیکې پراخې شوې دي.

نوموړي د ملګرو ملتونو سازمان په ځانګړې غونډه کې زیاته کړې، چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان د اوسني وضعیت ارزونه د واقعیتونو پر بنسټ وکړي او د افغانستان په بیارغونه کې خپل رول ادا کړي.

چینايي استازي وړاندې له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو، اقتصادي رغونې او نړیوالو اړیکو د عادي کېدو په برخه کې مثبت او رغنده رول ولوبوي، څو افغانستان د نړیوالې ټولنې پر یوه فعال غړي بدل شي.

چینایي استازي دا څرګندونې داسې مهال کړي، چې روسیې تازه د افغانستان سرپرست حکومت په رسمیت پېژندلی او چین یې هرکلی کړی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version