د خوست امنیه قومندانۍ خبر ورکړی، چې د ياد ولايت اړوند د تڼیو ولسوالۍ له جنایي جرمونو سره د مبارزې مسؤولینو د استخباراتو ریاست په همکارۍ د پلټونکو عملیاتو په پایله کې یو قاتل چې د یو کس د وژلو او دوه نورو د ټپي کولو تور ور پورې دی؛ د پلازمېنې کابل په مربوطاتو کې له هیواده د وتلو پر مهال نيولی.

سرچينه وايي د لومړنیو څیړنو پر مهال نیول شوي کس اعتراف کړی، چې د پرځېدلي جمهوريت پر مهال د KPF عسکر و او هېواد ته له راستنېدو وروسته یې یو تن وژلی او دوه نور ټپیان کړي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version