دویمه برخه
نوم یې عبدالرشید او د عبدالرحیم زوی دی. د جوزجان ولایت د خواجه دوکوه په ولسوالۍ کې زیږېدلی او په ازبک قزاق قوم پورې تړاو لري. هغه د وخت د ډیرو جګړه مارو مشرانو په څېر زده کړې نه دي کړې او یوازې تر شپږم ټولګي پورې یې د خواجه دوکوه په مکتب کې لیک لوست کړی.
نوموړی په یوه بزګره کورنۍ کې لوی شوی؛ له همدې امله د ماشومتوب له وخته یې له ښوونځي وروسته، له خپل پلار سره په کروندو کې کار کاوه او له هماغه پیله د ژوند له سختیو سره بلد شو.
دوستم په ۱۳۵۸ هـ ش کال کې د شبرغان د نفتو او ګازو د پلټنې په چارو کې د اجیر په توګه استخدام شو او درې کاله یې د برمه کاري په برخه کې کار وکړ.
د یادونې وړ ده چې نوموړي به همېشه خپلو ملګرو انډیوالانو ته د «دوستم» لفظ کاراوه، دا کلیمه ورو، ورو د هغه په تخلص بدله شوه او په همدې نوم یې شهرت پیدا کړ.
کله چې په جوزجان ولایت کې د پرچمیانو مسؤلیت د سیداکرام پیګیر په غاړه و، په همدې مهال دوستم د کنجه کارګر په وسیله، چې یو سرسخت او تابع پرچمی و، د خلق ډيموکراتیک ګوند د پرچم څانګې ته جذب شو.
کله چې د روسانو او د هغوی د مزدور دولت پر وړاندې د جهاد او مقاومت لړۍ پیل شوه، د غويي د اوومې نوي دولت په بېړه د سرتیرو راټولول پیل کړل او له همدې امله یې ګڼ شمېر ناپوه ځوانان په خپلو لیکو کې ځای پر ځای کړل.
پرچمیانو چې د دوستم په وینه او رګونو کې خیانت او جاسوسي لیدله، هغه یې له یوه عادي کارګر څخه د دولتي امنیت د سربازۍ رتبې ته جګ کړ، خادیستانو د دوستم استخدام د عسکرۍ د عمومي استخدام په نوم توجیه کاوه ترڅو وروسته د شک او پوښتنو سبب نه شي.
په لنډ وخت کې یې د کمونیستي حکومت لپاره وفاداري څرګنده شوه، د یوه ټولي قوماندان او وروسته د کنډک د امنیت قومندان وټاکل شو.
دوستم په ۱۳۶۵ هـ ش کال کې د پام وړ استخباراتي کارونه وکړل، د سید اکرام پیگیر په مرسته او د روسانو په امر یې د ۵۳ پیاده فرقه جوړه او خپله یې د هغه قومنداني پر غاړه واخیسته. په همدې وخت کې د برید جنرال رتبه هم ورکړل شوه.
په دې کلونو کې دوستم د خپلو اړیکو په مټ وتوانېده چې له سیمهییزو چارواکو او بهرنیو اشغالګرو ځواکونو سره خپله سیاسي او پوځي واکمني په جوزجان ولایت کې پراخه کړي.
نوموړي د دولت له کمزورۍ او د سیمې له نا ارامه حالت څخه په ګټې اخیستنې، د خپلو وفادارو کسانو او متحدینو یوه شبکه جوړه کړه ترڅو ځان د روسانو او د هغوی د مزدورانو د یوه وفادار غلام په توګه ثابت کړي.
د دوستم فعالیتونه یوازې په نظامي برخه کې محدود نه وو؛ هغه هڅه کوله چې د سیمې پر اقتصادي سرچینو هم ولکه ولري.
له همدې امله یې له روسانو او ځینو سیمه ییزو شخصیتونو سره مالي او نظامي اړیکې ټینګې کړې او ورو، ورو یې یوازې په امنیت کې نه، بلکې د سیمې په سیاست او اقتصاد کې هم خپل ځواک او ښکېلتیا ثابت کړل.
دغه دوره د دوستم په ژوند کې د هغه بدلون پیل و چې د افغانستان په کورنیو جګړو کې د یوه مهم لوبغاړي په توګه پکې ولوبېد؛ هغه رول چې د نظامي فرقو، سیاسي او استخباراتي شبکو په جوړښت کې یې د دوستم د پراخ نفوذ بنسټ کېښود او اغیزې یې په راتلونکو لسیزو کې هم د افغانستان په پېښو او تحولاتو کې څرګندې پاتې شوې.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.