Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»په نقاب کې پټه څهره؛ د عبدالرشید دوستم له شرم ډک ژوند لیک ته لنډه کتنه
    تورې څېرې

    په نقاب کې پټه څهره؛ د عبدالرشید دوستم له شرم ډک ژوند لیک ته لنډه کتنه

    صابر افغانصابر افغان2 سپتمبر 2025څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    دویمه برخه

    نوم یې عبدالرشید او د عبدالرحیم زوی دی. د جوزجان ولایت د خواجه دوکوه په ولسوالۍ کې زیږېدلی او په ازبک قزاق قوم پورې تړاو لري. هغه د وخت د ډیرو جګړه مارو مشرانو په څېر زده کړې نه دي کړې او یوازې تر شپږم ټولګي پورې یې د خواجه دوکوه په مکتب کې لیک لوست کړی.

    نوموړی په یوه بزګره کورنۍ کې لوی شوی؛ له همدې امله د ماشومتوب له وخته یې له ښوونځي وروسته، له خپل پلار سره په کروندو کې کار کاوه او له هماغه پیله د ژوند له سختیو سره بلد شو.

    دوستم په ۱۳۵۸ هـ ش کال کې د شبرغان د نفتو او ګازو د پلټنې په چارو کې د اجیر په توګه استخدام شو او درې کاله یې د برمه کاري په برخه کې کار وکړ.

    د یادونې وړ ده چې نوموړي به همېشه خپلو ملګرو انډیوالانو ته د «دوستم» لفظ کاراوه، دا کلیمه ورو، ورو د هغه په تخلص بدله شوه او په همدې نوم یې شهرت پیدا کړ.

    کله چې په جوزجان ولایت کې د پرچمیانو مسؤلیت د سید‌اکرام پیګیر په غاړه و، په همدې مهال دوستم د کنجه‌ کارګر په وسیله، چې یو سرسخت او تابع پرچمی و، د خلق ډيموکراتیک ګوند د پرچم څانګې ته جذب شو.

    کله چې د روسانو او د هغوی د مزدور دولت پر وړاندې د جهاد او مقاومت لړۍ پیل شوه، د غويي د اوومې نوي دولت په بېړه د سرتیرو راټولول پیل کړل او له همدې امله یې ګڼ شمېر ناپوه ځوانان په خپلو لیکو کې ځای پر ځای کړل.

    پرچمیانو چې د دوستم په وینه او رګونو کې خیانت او جاسوسي لیدله، هغه یې له یوه عادي کارګر څخه د دولتي امنیت د سربازۍ رتبې ته جګ کړ، خادیستانو د دوستم استخدام د عسکرۍ د عمومي استخدام په نوم توجیه کاوه ترڅو وروسته د شک او پوښتنو سبب نه شي.

    په لنډ وخت کې یې د کمونیستي حکومت لپاره وفاداري څرګنده شوه، د یوه ټولي قوماندان او وروسته د کنډک د امنیت قومندان وټاکل شو.

    دوستم په ۱۳۶۵ هـ ش کال کې د پام وړ استخباراتي کارونه وکړل، د سید اکرام پیگیر په مرسته او د روسانو په امر یې د ۵۳ پیاده فرقه جوړه او خپله یې د هغه قومنداني پر غاړه واخیسته. په همدې وخت کې د برید جنرال رتبه هم ورکړل شوه.

    په دې کلونو کې دوستم د خپلو اړیکو په مټ وتوانېده چې له سیمه‌‌ییزو چارواکو او بهرنیو اشغالګرو ځواکونو سره خپله سیاسي او پوځي واکمني په جوزجان ولایت کې پراخه کړي.

    نوموړي د دولت له کمزورۍ او د سیمې له نا ارامه حالت څخه په ګټې اخیستنې، د خپلو وفادارو کسانو او متحدینو یوه شبکه جوړه کړه ترڅو ځان د روسانو او د هغوی د مزدورانو د یوه وفادار غلام په توګه ثابت کړي.

    د دوستم فعالیتونه یوازې په نظامي برخه کې محدود نه وو؛ هغه هڅه کوله چې د سیمې پر اقتصادي سرچینو هم ولکه ولري.

    له همدې امله یې له روسانو او ځینو سیمه‌ ییزو شخصیتونو سره مالي او نظامي اړیکې ټینګې کړې او ورو، ورو یې یوازې په امنیت کې نه، بلکې د سیمې په سیاست او اقتصاد کې هم خپل ځواک او ښکېلتیا ثابت کړل.

    دغه دوره د دوستم په ژوند کې د هغه بدلون پیل و چې د افغانستان په کورنیو جګړو کې د یوه مهم لوبغاړي په توګه پکې ولوبېد؛ هغه رول چې د نظامي فرقو، سیاسي او استخباراتي شبکو په جوړښت کې یې د دوستم د پراخ نفوذ بنسټ کېښود او اغیزې یې په راتلونکو لسیزو کې هم د افغانستان په پېښو او تحولاتو کې څرګندې پاتې شوې.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهننګرهار کې سېلابونو درانه مالي زیانونه اړولي
    راتلونکي مقاله د کرنې وزارت يو پلاوی د کرنيزو څېړنو برخه کې د بحث لپاره ترکیې ته تللی

    مربوطه لیکنې

    بدنام او منفور دوستم؛ د افغانستان د راتلونکي لپاره د مسعود انتخاب

    20 جولای 2026

    د مسعود د کورنۍ پروژه یي سیاستونه او محروم پنجشیري وګړي

    11 جولای 2026

    د سوداګريزو تعرفو پر مټ د چين تسليمول؛ د ټرمپ هغه خوب او خيال چې رښتيا نه شو

    12 مې 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 25 جولای 2026

    ټرمپ د ایران پر وړاندې د بریدونو د پراخولو په اړه له خپلو لوړپوړو چارواکو سره سلا مشورې کړي

    نیویارک ټایمز راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپل حکومت له لوړپوړو…

    تېره یوه ورځ کې هېواد ته ۴۱۸ کورنۍ راستنې شوي او له ۵۳۹ کورنیو سره نغدي مرستې شوي

    25 جولای 2026

    حوثیانو د سعودي عربستان پر ضمد ښار او خميس مشیط هوايي ډګر بريدونه ترسره کړي

    25 جولای 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    ټرمپ د ایران پر وړاندې د بریدونو د پراخولو په اړه له خپلو لوړپوړو چارواکو سره سلا مشورې کړي

    25 جولای 2026

    تېره یوه ورځ کې هېواد ته ۴۱۸ کورنۍ راستنې شوي او له ۵۳۹ کورنیو سره نغدي مرستې شوي

    25 جولای 2026

    حوثیانو د سعودي عربستان پر ضمد ښار او خميس مشیط هوايي ډګر بريدونه ترسره کړي

    25 جولای 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،171 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،113 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،229 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.