د ازموینو ملي اداره وايي، د کانکور ازموینې پینځم یا وروستي پړاو ازموینه یې په کابل کې اخیستې ده.

له یادې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې د ازموینو ملي ادارې چارسمبالي عبدالباقي حقاني له قوله ویل شوي، چې د سږکال لپاره د وروستي پړاو ازموینه واخیستل شوه.
نوموړي ځوانان زده‌کړې، پوهې، ځان جوړونې او د هېواد بسیا کېدو ته راوبلل.:«خوښ یوو چې تاسې ځوانانو د زده‌کړې یوه برخه چې تر دولسم ټولگي پورې وه، بشپړه کړه او د دویمې برخې لوړو زده کړو لپاره ازموینه ورکوئ.»

نوموړي ویلي، که موږ او تاسې خپل هېواد له نورو هېوادونو سره مقایسه کړو، د هغوی هېوادونه جوړ دي، خو زموږ هېواد بیا هغسې جوړ نه دی؛ ځکه چې په دې خاوره باندې دوه اشغاله تېر شوي دي، چې دغو اشغالونو او جگړو د نورو مشکلاتو ترڅنگ زموږ علمي ډگر هم کمزوری کړی دی.: «د دې هېواد راتلونکی په تاسې ځوانانو پورې اړه لري؛ نو تاسې زده کړې وکړئ، ځان جوړ کړئ، دا هېواد تاسې له دې مشکلاتو او پرېشانیو ویستلی او خودکفا کولی شئ، خو د دې هر څه نه لومړی که نیت برابر کړو، چې دین، ولس او هېواد ته به خدمت کوو.»

ښاغلي حقاني وویل، هېوادوال مو پر موږ حق لري، چې د ازموینې په برخه کې ورته اسانتیاوې برابرې کړو، سږ کال مو د کانکور ازموینې د ټولو پړاوونو گډونوالو ته بېلابېلې اسانتیاوې برابرې کړې وې.: «سږ کال په کانکور ازموینه کې د ځوانانو ترڅنگ یو شمېر هغو کسانو چې عمرونه یې لوړ وو، هم گډون کړی وو، د دوی ترڅنگ ګڼ شمېر ناروغانو او حتا یو زنداني ته چې د ازموینې ورکړې شرایط یې پوره کړي وو، دازموینې ورکړې اسانتیا چمتو کړې وه.»

نوموړي ټولو ته ډاډ ورکړ، چې د کانکور ازموینه شفافه ده او هېچاته پکې د لاسوهنې اجازه نه ورکول کېږي او نه به د بل حق خوړل کېږي.

د یادونې وړ ده، چې د ۱۴۰۳ کال کانکور ازموینه په پينځو پړاونو وېشل شوې وه، چې وروستۍ متفرقه ازموینه په کابل کې واخیستل شوه او پایلې به یې هم ډېر ژر اعلان شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version