د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین له خپل اوکرایني سیال ولادیمیر زيلېنسکي سره مستقیمه لیدنه رد کړې او ویلي یې دي، اوکراین د ترورېزم ميدان ته ښکته شوی او له تروريستانو سره هيڅ‌څوک خبرې نه کوي.

نوموړي زیاته کړې، چې اوکرايني استخباراتو پرله پسې د روسیې په خاوره کې «تروريستي کړنو» ته دوام ورکړی او په دې حالت کې له دوی سره خبرې او ناسته هيڅ کټه نه‌لري.

د ویلو ده، چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلېنسکي څو ورځې وړاندې ویلي وو، چمتو دی څو د اوکراین-روسیې جګړې په اړه له پوتین سره مخامخ خبرې وکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version