د فرانسې خبري آژانس د راپور له مخې، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د دغه هېواد د ځمکنيو ځواکونو قومندان اولیګ سالیوکوف له دندې ګوښه کړی دی.
دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې ټاکل شوې نن (جمعه) د ترکیې په کوربهتوب، د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې د پای ته رسېدو په موخه خبرې وشي.
تر اوسه له دندې د یاد روسي پوځي چارواکي د ګوښه کولو د لامل په اړه څه نهدي ویل شوي.