د پاکستان د خصوصي کولو کمېسیون او کابینې بالاخره د پاکستان د ملي هوايي شرکت (پيآیاې) د خرڅلاو منظوري ورکړه.
پيآیاې د پاکستاني رژیم لپاره یو لوی بوج و او هر کال یې میلیاردونه روپۍ تاوان کاوه.
پاکستانۍ رسنۍ وایي، د یاد شرکت ۷۵ سلنه ونډې د یوه سهامي شرکت لهخوا په ۱۳۵ میلیارده کالدارو واخیستل شوې.
د دغو پیسو ۱۰ میلیارده روپۍ به په نغدي توګه پاکستاني رژیم ته سپارل کېږي او پاتې نورې به یې د سهامي شرکت له خوا د نويو الوتکو په اخیستو او د شرکت د خدماتو پر ښهوالي ولګول شي.
پيآیاې له دې سربېره چې په تاوان روان وو، میلیاردونه روپۍ پوروړی او له سخت داخلي اړو دوړ سره هم مخامخ و.
د دې شرکت خصوصي کولو لوی لامل د نړیوال وجهي صندوق دا فشار هم و، چي غوښتل یې پاکستان خپل تاواني دولتي شرکتونه خرڅ کړي.
