پولیټیکو ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي، چې اروپايي هېوادونه له ناټو څخه د امریکا د احتمالي وتلو لپاره چمتووالی نیسي.

په راپور کې د یوه اروپايي دیپلومات له قوله ویل شوي، «ناټو فلج شوې ده—دوی حتی عادي غونډې هم نشي ترسره کولی او دا روښانه ده چې ناټو د پرځېدو له ګواښ سره مخ ده.»

نوموړي زیاته کړې، چې اروپايي ټولنه هڅه کوي د امریکا له پوځي مرستو پرته خپل دفاعي پلانونه چمتو کړي.

ټرمپ تر دې وړاندې ویلي وو، چې ناټو کاغذي پړانګ دی او پر دې خبرې د روسیې ولسمشر هم خبر دی.

ټرمپ د ایران په جګړه کې د اروپایي هېوادونو پر نه ګډون نیوکې سره ګواښ کړی، چې له ناټو سازمان څخه به ووځي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version