د پاکستان د طالبانو غورځنګ وياند محمد خراسانی وايي چې له ياد غورځنګ سره د بېلابېلو ګروپونو د یوځای کېدو لړۍ روانه ده، او په دې ترڅ کې نن د کوهاټ ولایت کرک ولسوالۍ څخه د حافظ جلالي په مشرۍ یو بل ګروپ د پاکستان د طالبانو غورځنګ د مشر مفتي نورولي محسود سره پر هجرت او جهاد بیعت وکړ او همدارنګه د تحریک د ټولو اصولو او لایحو د مراعاتولو ژمنه او تعهد یې هم وکړ.

ښاغلي خراساني ويلي د دې ګروپونو په يوځای کېدو به ياد غورځنګ نور هم پياوړی شي او دغه راز یې له نورو ګروپونو هم د يوځای کېدو غوښتنه کړې.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version