د پاکستان د طالبانو غورځنګ رسنيز ادرس نه په خپره شوې خبرپاڼه کې راځي چې، د پاکستاني طالبانو غورځنګ وسلوالو د خیبر ولسوالۍ په باړې سیمه کې د پاکستاني پوځ پر موټریز کاروان برید کړی چې د یو افسر په ګډون نهو تنو پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د خبرپاڼې له مخې په دغه برید کې د پاکستاني پوځ درې موټرې په بشپړ ډول ویجاړ شوي او د پاکستاني طالبانو برید کوونکي وسلوال له سیمې په خوندي ډول وتلي دي.

د یادونې وړ ده چې په وروستیو میاشتو کې د پاکستاني طالبانو تحریک د پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې پر پاکستاني پوځ د بریدونو کچه لوړه کړې، چې پر همدې بنسټ پاکستانی پوځ نږدې هره ورځ د مرګ‌ژوبلې شاهد وي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version