د کورنیو چارو وزير خليفه سراج الدين حقاني او د کډوالو چارو وزیر خليل الرحمن حقاني او د ځدراڼو قومي مشر حاجي ابراهیم په هڅو د پکتیا د ګردې څېړۍ، وزې او د پکتیکا د نکې ولسوالۍ د څو قومونو ترمنځ څه د پاسه اتيا کلنې دښمنۍ پای‌ته ورسېدې.

د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دغو قومونو ترمنځ د ځمکې او غرونو پر سر شخړو کې شاوخوا سل تنه وژل شوي دي.

د کورنیو چارو او کډوالو چارو سرپرست وزیرانو د دغه جوړجاړي مراسمو پر مهال د سرپرست حکومت د مشرتابه له لوري د عمومي بښنې فرمان ته په اشارې له ښکیلو خواوو غوښتي څو له زغمه کار واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت له بيا واکمنۍ او د مشرتابه له لوري د عمومي عفوې فرمان تر صادرېدو وروسته د هېواد په ګڼ شمېر ولايتونو او سيمو کې د لسګونه کلونو خونړۍ دښمنۍ او کړکېچونه د حکومتي مشرانو او ځايي مخورو په هڅو حل او فصل شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version