نن د بدخشان ولايت په شهدا ولسوالی کې، د مقاومت جبهې یو مهم غړی زیدالله چې د احمد مسعود له لوري له داعشیانو سره د همغږۍ لپاره ټاکل شوی و د سرپرست حکومت د ځانګړو ځواکونو له لوري ووژل شو او یو ملګری یې ژوندی ونیول شو.
د ۱۴۰۲ لمریز کال په زمري میاشت کې، د سرپرست حکومت ګډو امنیتي ځواکونو د یادې ولسوالۍ په دوزخ دره سیمه کې د مقاومت جبهې پر وړاندې پراخ عملیات ترسره کړل چې په نتیجه کې یې ځايي ګروپ وځپل شو؛ خو زیدالله فراري شو. اوس تازه بیا بدخشان ولایت ته داخل شوی و او د پاکستان د کراچۍ ښار کې د یوه بدخشاني داعشي صبغت الله سره چې د داعشیانو له لوري له مقاومت جبهې سره د هماهنګۍ لپاره معرفي شوی و په اړیکه کې و.
د سرپرست حکومت د یوې امنیتي سرچینې په خبره:«دوی غوښتل په بدخشان کې یو لړ تخریبي کړنې سرته ورسوي چې مخکې له مخکې کشف او د اسلامي امارت د ځانګړو ځواکونو له لوري په یوه نښته کې له منځه یوړل شو.»
د کره سرچینو د معلوماتو له مخې مقاومت جبهه د داعش د خراسان څانګې له استازو سره د افغانستان په یوه ګاونډي هېواد کې ليدنې ترسره کړې دي او په خپل منځ کې یې داسې تفاهم کړی دی چې مقاومت جبهه به د داعشیانو د بريدونو لپاره لوجستیکي امکانات برابروي او تر څنګ به یې په خارجي هېوادونو کې داعشیانو ته د اهدافو په اړه استخباراتي معلومات ورکوي او داعشیان به بیا د مقاومت جبهې له لوري په ورکول کیدونکو اهدافو بريدونه ترسره کوي.
داعشیانو په ۱۴۰۱ لمریز کال کې ازبکستان او تاجکستان باندې د مزایلو برید ترسره کړ او بیا یې په بدخشان کې ځینې بریدونه ترسره کړل چې د یادو بريدونو لپاره توغندي او بدخشان کې د ترسره شویو بریدونو لپاره موټر او منفجره مواد د مقاومت جبهې له لوري ورکول شوي وو.
د شنونکو په باور، د داعش خراسان څانګه چې په افغانستان کې له ځپل کېدو وروسته یې خپل مرکزیت بلوچستان او خیبر پښتونخوا ته لېږدولی دی هڅه کوي چې په افغانستان او سیمه کې د بریدونو د ترسراوي لپاره ملګري ځانته پیدا کړي. د مقاومت جبهه چې په افغانستان کې غوڅ اکثریت افغانان ورسره مخالفت لري بیا هڅه کوي چې د ځینو استخباراتي سازمانونو په مرسته له داعشیانو څخه د خپلو اهدافو په برخه کې کار اخلي. دا چې د مقاومت جبهې زیاتره غړي او قومندانان په خارجي هېوادونو کې مېشت دي؛ نو له همدې امله له داعشیانو سره یې همکاري او همغږي کوربه هېوادونو ته هم په یوه ستر ګواښ او تهدید بدلېدای شي.