په افغانستان کې د امريکايي یرغل له ماتې او جمهوریت له پرځیدو سره سم د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت په نوم ډله چې ځانونه ظاهراً د افغانستان او ولس خواخوږي بولي، خو په واقعیت کې پردیو ګټو ته ژمن خلک دي، دوی لکه څنګه چې د ولس په منځ کې حضور نه لري، همداسې حیثیت او مشروعیت هم نه لري.

له يادې ډلې څخه د بهرنيو استخباراتي سازمانونو ملاتړ د خلکو په ذهن کې دا انګېرنه زېږوي چې مقاومت جبهه په خپل ذات کې هر وخت د بهرنۍ اجنډا لپاره کار کړی/ کوي، نه د افغانستان د ملي ګټو لپاره؛ دغه جبهه د مخکني بهرني ملاتړ له امله په افغانستان کې هیڅ ډول اعتبار نه لري.

د مقاومت جبهې غړي چې اکثراً د پخواني شمالي اتحاد/ ټلوالې د تورو او جاسوسي څهرو له پاتې شونو څخه دي، چې د بهرني یرغل په موده کې یې د بهرنیانو له شتون څخه ګټه پورته کړه او د بن د ننګینې غونډې تر چتر لاندې یې افغانستان وپلوره، همدا راز یې د یرغلګرو د مظالمو د دوام لپاره پوځي، سیاسي او استخباراتي همکاري ورسره وکړل او له همدې لارې یې د واک پر ګدۍ ګونډې ووهلې چې هم مهاله ورسره د فساد، قومي تعصب، زورواکۍ او د ملت د شتمنیو لوټ ته لار هواره کړل.

مقاومت جبهې چې ځان یې د تبليغاتو په مټ لوی ښودلی و او فکر یې کاوه چې په عملي ميدان کې به‌ هم پرمختللي وي، خو برعکس یې نه د خلکو ملاتړ درلود، نه نظامي قوت او نه ولسي مشروعيت، ځکه ولس هم په دې پوه وو چې دا ډله د پرديو په مټ ژوند کوي، عمومي تصور یې هم دا و چې مقاومت جبهه هیڅ مشروع بنسټ نه لري، بلکې د قدرت‌ طلبو او پخوانیو فاسدو چارواکو مجموعه ده چې د قدرت ترلاسه کولو لپاره د پردیو په لمن کې ځان غورځوي.

په ۲۰۲۱م کې له افغانستانه د یرغلګرو وتل د مقاومت جبهې لپاره ځکه فاجعه وه چې د دوی د شل کلنو ګټو، موقفونو او امکاناتو له منځه تګ و او د بهرنیو پروژو، قراردادونو او مرستو تمويل یې بند شو؛ د مقاومت جبهې تر چتر لاندې راټول شوي جنګ سالاران د بهرنیانو له ملاتړ پرته نور هېڅ بنسټیز قدرت نه درلود، د امریکايي برچې په زور واک ته رسېدلي وو او د بهرنیانو له تېښتې سره سم د دوی دا ټولې سرچينې وچې شوې.

په دې وروستيو کې مقاومت جبهې امريکا ته د ځان نږدې کولو هڅې پیل کړي او د دغه هېواد د رژیم ستاينه یې پيل کړې، دا ستاينه د افغان ملت او ملي ګټو لپاره نه ده، بلکې د شخصي اغراضو او بهرني ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره ده، دوی هڅه کوي ځان مطرح کړي او واک ته د بېرته رسېدو پټې هیلې ژوندۍ وساتي. دوی د امریکا د سیاست له بدلون څخه ناوړه ګټه پورته کوي او هڅه کوي چې ځان د یو بدیل په توګه ور وپېژني، خو دا هڅې یې بې‌ نتیجې دي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version