د سیمه‌ییزو سرچینو د راپورونو له مخې، بلوڅ بېلتون پالو د بلوچستان ایالت د قلات ولسوالۍ په سرخاران سيمه کې د پاکستاني ليويز پولیسو يو مرکز په بشپړ ډول تر خپل کنټرول لاندې راوستی.

راپورونه وایي، پر یاد مرکز له بريد وروسته هلته مېشت پاکستاني پوليس تښتېدلي او څه باندې ۱۵ میله کلاشينکوفونه د بېلتون پالو لاس ته لوېدلي دي.

تر اوسه پاکستاني سیمه‌ییزو چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version