د پنجشېر ولایت مقام ویاند، سیف الدین لټون هندوکشغږ ته ویلي، د یاد ولايت پریان ولسوالۍ په «تل» کې په شاوخوا ۳۰ کيلومتره ساحه کې د سرو زرو کانونه اټکل شوي دي.
د ښاغلي لټون په وینا، د پنجشېر والي حافظ محمد اغا حکیم ویلي، چې د دغو کانونو استخراج بايد په معياري، قانوني او پړاو په پړاو د کانونو او پتروليم وزارت په لارښوونه او بشپړې همغږۍ ترسره شي.
د پنجشېر والي، د دغه ولایت د کانونو رياست د هڅو ستاينه کړې او ټينګار يې کړی، چې د سرو زرو د کانونو اړوند ټولې چارې بايد د اړوند وزارت تر بشپړې لارښوونې او همغږۍ لاندې پر مخ يوړل شي.
