د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي، د هوا ککړتیا د راکمولو د مخنیوي، چاپېریال ته پاملرنه او چاپېریالي اصولو د پلې کولو په موخه یې د څرخي‌پله صنعتي پارکونو کې له ۳۳ تولیدي کارخونو څخه لیدنه کړې ده.

له یادې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې تولیدي کارخونو کې د درمل جوړولو، د طبي پاتې شونو د تنظیم، پلاستیکي توکو، وینځونکو توکو، پلاستيکي بوټانو او څپلکو، پلاستیکي پایپونو، پایو جوړونې، تشناب کاغذ، ایسکریم، پي وي سي، د ممیزو پاکولو او سړو خونو تولیدي شرکتونو او کارخونو له فعالیتونو څخه یې څارنه کړې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د دې څارنې پر مهال د تولیدي شرکتونو مسوولینو ته شته چاپېریالي ستونزې ور په گوته شوي او د اصلاح په موخه ترې لیکلې ژمنې اخیستل شوي دي.:«د چاپېریال ساتنې ادارې پلټونکو د یادو شوو تولیدي شرکتونو مسوولینو ته د چاپېریال قانون، مقرراتو او کړنلارو په هکله معلومات ورکړل او سپارښتنه یې ورته وکړه چې خپل فعالیتونه د چاپېریالي مقرراتو په نظر کې نیولو سره عیار او وکړي.»

د خبرپاڼې له مخې، د چاپېریال ساتنې ملي اداره د هواککړتیا راکمولو او مخنیوي په موخه د هواککړوونکو سرچینو هر ډول فعالیتونو مسوولینو ته سپارښته کوي چې خپل فعالیتونه د چاپېریالي اصولو مطابق عیار او تر سره کړي.: «هغه کارخونې او تولیدي شرکتونه چې د لوگي د تصفیې فلټرونه یې غیر فعال، ویجاړ او یا هم د اوبو، هوا او خاورې د ککړتیا لامل وگرځي، له قانوني چلند سره به مخ شي.»

د یادونې وړ ده چې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د څارنې ډلې په مرکز او ولایتونو کې د هواککړوونکو سرچینو څخه په دوامداره توگه څارنه کوي او هغه څوک چې له چاپېریالي اصولو څخه سرغړونه کوي د قانون منگولو ته یې سپاري.

افغانستان وچ اقلیم لري او ورښتونه یې هم یوازې د ژمي پر مهال وي، نو دوبي په موسم کې د کابل سربېره د گڼو ولایتونو هوا مرگونې ککړېږي، چې گڼو خلکو ته بېلابېلې ناروغۍ هم پیدا کوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version