د پوهنې وزارت وايي، د اسلامي زده‌کړو او ښوونکو د روزنې څانگو د پایلو او بري‌لیکونو برېښنايي سیستم یې پرانیستی دی.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د پوهنې وزارت په چوکاټ کې د پایلو او بري‌لیکونو په برخه کې د برېښنايي سیستم جوړېدل یو نوښت دی، چې په اداري او نورو چارو کې د اسانتیاوو برابرولو او روڼتیا ته لاره پرانیزي.

د پوهنې چارسمبالي وزیر حبیب الله اغا د یاد سیستم د پرانیستې پر مهال وویل، د افغانستان.ا.ا. د بریالیتوبونو ستر لاملونه کار اهل کار ته سپارل او د مسوولینو ترمنځ په ورځنیو دندو کې د اخلاص، شفقت او پاک احساس شته والی دی.

نوموړي له مسوولینو وغوښتل چې خپلې ورسپارل شوې چارې په ډېر صداقت او اخلاص سره سرته ورسوي.

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین مرستیال بیا د پایلو او بري‌لیکونو د روڼتیا، ساتنې، په وېش کې د چټکتیا او نورو برخو کې مهم بللی دی.

له دې وړاندې د ښوونځیو فارغو زده‌کوونکو به خپل بري‌لیکونه په خپلو ښوونځیو کې اخیستل؛ خو له تېرو څو کلونو راهیسې دغه بهیر بند شوی و او گڼو زده‌کوونکو خپل بري‌لیکونه نه‌شول اخیستلی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version