د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي، چې چین په افغانستان کې درې سړې خونې جوړوي.

ياد وزارت زياتوي چې د چين له لوري په دغه جوړېدونکې سړې خونې ۱۵ سوه ټنه ظرفیت لري، چې پکې به تازه میوې او سبزي ساتل کېږي.

ځینې چینايي مسوولینو د دغه وزارت د اوبو لګولو له مرستيال مولوي باز محمد فيضان سره په لیدنه کې، افغانستان ته د دغو سړو خونو د جوړولو لپاره، د یو شمېر چیني تخنیکي انجنیرانو له استولو خبر ورکړی.

دغه سړې خونې په کابل، تخار او بدخشان ولایتونو کې جوړیږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version