د بهرنیو چارو وزارت وایي، د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یوی‌شیایونګ د دغه وزارت له وزیر مولوي امیرخان متقي سره کتلي.

په دې لیدنه کې د افغانستان او چین ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا، د سیمې پر وروستیو تحولاتو او د پاکستان له لوري د افغانستان په حاکمیت د نظامي تیري‏ پر وروستي وضعیت خبرې شوې دي.

د هیواد د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې افغانستان د شخړو پر ځای د ستونزو سوله‌ییز حل ته لومړیتوب ورکوي؛ خو د خپل وطن او خلکو دفاع خپل حق بولي.

په ورته مهال د چین ځانګړي استازي د پاکستان د وروستیو بریدونو له امله د شهید شویو‏ افغانانو له کورنیو سره د خپل هېواد په استازولۍ خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې هېواد یې کوښښ کوي چي د افغانستان او پاکستان تر منځ د تاوتریخوالي کچه راکمه کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version