د اقتصادي کمېسیون تخنیکي کمېټې په خپله نوبتي غونډه کې په گڼو موضوعاتو بحثونه کړي دي.

له اقتصادي معاونیت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې غونډه کې د جواز سیر او لاسینس د برېښنايي کېدو پر طرحه او یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې شوې دي.

د خبرپاڼې له مخې، په غونډه کې تر هر اړخیز بحث وروسته د احصایې او معلوماتو ملي ادارې کاري فشار ته په کتو اقتصادي کمېسیون ته وړاندیز وشو، چې د جواز سیر او لایسنس الکترونیکي چاپ دې د ترافیکو عمومي ریاست ته وسپارل شي. «د ترافیکو عمومي ریاست دې د کورنیو چارو وزارت په همغږۍ ژر تر ژره د عامه او خصوصي مشارکت له لارې د جواز سیر او لایسنس الکترونیکي پروسه پيل او د تاییدۍ لپاره یې د اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي.»

اوسمهال په هېواد کې زرگونه موټرونو ته د جواز سیر چارې پیل شوې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version