د چینایي رسنیو د راپورونو له مخې، د چین حکومت پر ۲۰ امریکايي نظامي شرکتونو او ۱۰ لوړپوړو چارواکو بندیزونه لګولي دي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دا بندیزونه د امریکا له لوري پر تایوان د وسلو د پلورلو له امله وضع شوي دي.

چین ټینګار کوي، چې تایوان د دغه هېواد نه‌بېلېدونکې برخه ده او له نورو هېوادونو غواړي چې له تایوان سره هېڅ ډول نظامي راکړه ورکړه ونه‌کړي.

دا بندیزونه وروسته له هغې لګول کېږي، چې واشنګټن تازه د ۱۱ میلیارده ډالرو په ارزښت تایوان ته د وسلو ورکړه تائید کړه.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version