چینايي رسنیو راپور ورکړی، چې د سخت توپان او د روسیې ختیځ ساحل ته څېرمه د زلزلې له امله د سونامي د احتمالي ګواښ له کبله د دغه هېواد له شانګهای ښار څخه شاوخوا ۲۸۳ زره کسان تخلیه شوي دي.
راپورونه وایي، چې سخت توپان د چین ژچیانګ ولایت د ژوشان ساحلي سیمې اغېزمنې کړي دي.
چینایي چارواکو تر دې وړاندې خبرداری ورکړی و، چې د سونامي څپې به له شانګهای، سربېره د تایوان ټاپو ته هم پراخې شي.
د چین د بېړني حالت ادارې ویلي، خوندي سیمو ته د خلکو لېږد روان دی او سمدلاسه پر سمندري فعالیتونو بندیز لګول شوی دی.
د یادونې ده، چې د روسیې په ختیځ کې د ریښتر په کچه ۸.۸ درجې زلزلې وروسته د ارام سمندر شاوخوا یو شمېر نورو هېوادونو کې هم د سونامي خبرداری ورکړل شوی دی.