د هرات امنیې قومندانۍ له خوا د درملنې په موخه راټول شوي ۳۰۰ تنه چې پر بېلابېلو نشو روږدي و، تر بشپړې درملنې وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل شول.
کورنیو چارو وزارت وایي، یاد کسان د هرات ولایت د روږدو د درملنې په ځانګړي روغتیايي مرکز کې له تېرو څو میاشتو راهیسې تر درملنې لاندې وو.
د یادونې ده، چې تېره ورځ نیمروز ولایت کې هم څه باندې ۲۰۰ تنه روږدي تر درملنې وروسته خپلو کورنیو ته سپارل شوي وو.