Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»راز»ډاکتر بصير انور د حکمت کرزي په دام کې!
    راز

    ډاکتر بصير انور د حکمت کرزي په دام کې!

    صابر افغانصابر افغان30 جنوري 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د هندوکش‌غږ د سرچينو د معلوماتو په اساس؛ ټاکل شوې چې د راتلونکې فبروري پر ۷مه او ۸مه نېټه په ترکيه کې د ملي ډيالوګ يا ګفتمان ملي په نوم کنفرانس دائر شي، دا کنفرانس د حکمت کرزي په مشرۍ د يوې ډلې لخوا دائرېږي، دا دويم کنفرانس دی چې لومړی يې څو مياشتې مخکې په استانبول کې دائر شوی و.

    د معلوماتو له مخې؛ په تېر کنفرانس کې د حکمت کرزي د ټيم لخوا ډېره هڅه وشوه چې د ملي مقاومت شوری مشران او مسؤولين هم دې کنفرانس ته را دعوت او ګډون پکې وکړي، خو د ملي مقاومت په نوم شوری د دوه لاملونو له امله په دې کنفرانس کې ګډون ونه کړ.

    دا چې حکمت کرزي د يادې پروژې لپاره د انګلستان د بهرنيو چارو وزارت له لارې د ياد هېواد د استخباراتو څخه ډيرې پيسې اخيستې وې، نو د مقاومت شوری ځينې کسان لکه يونس قانوني، حبيب الرحمن سياف او ځينې نور د ۵۰٪ پنځوس فيصده سهم او شراکت غوښتونکي وو، خو د حکمت کرزي له لوري د مياشتې د درې زره (٣٠٠٠) تر پنځه زره (۵۰۰۰) ډالرو معاش په بدل کې د مشاور بست ته وړانديز شوی و، د دې چانه وهلو لپاره قانوني په لندن کې د حکمت کرزي سره څو مجالس ترسره کړي و، خو بالاخره جوړ رانغلل چې وروسته قانوني د مقاومت شوری نور غړي د يادې پروژې او کنفرانس په وړاندې تحريک او له ګډون څخه منع کړل.

    تازه د هندوکش‌غږ د مؤثقو سرچينو د معلوماتو له مخې؛ حکمت کرزي او ملګرو يې په ترکيه کې د ډاکتر بصير انور، محقق، حبيب الرحمن سياف او دوستم په شمول د يادې شوری د ځينې نورو مسؤولينو سره کتلي دي.

    په دې لړ کې حکمت کرزي ډاکتر بصير انور د ځينې امتيازاتو په منلو سره دې ته قانع کړی و چې په شوری کې به د دوی په وړاندې د حساسيت د کمولو هڅه کوي او د شوری مسؤولين به دې ته راضي کوي چې په راتلونکي کنفرانس کې يې ګډون وکړي، خو د ډاکتر بصير انور د ډېرو هڅو او حتی د شوری مجلس ته د حکمت کرزي د دعوت کولو سره سره نوموړی د يونس قانوني او عطاء محمد نور او ځينې نورو پخوانيو جميعتيانو د حساسيت او مخالفت له امله، په دې بريالی نه شو چې ياد حساسيت ختم کړي او يا په ياد کنفرانس کې څوک ګډون کولو ته قانع کړي.

    د سرچينې د معلوماتو په اساس؛ په مقاومت شوری کې د هغه کړۍ د تصميم له امله چې د تصاميمو او پرېکړو واک يې په چل او نيرنګ سره انحصار کړی دی دا ځل بيا د حکمت کرزي په کنفرانس کې د ملي مقاومت شوری د ګډون پرېکړه ونه شوه او د حکمت کرزي ټيم او کورنۍ يې يو ځل بيا په جاسوسۍ، خيانت او د دوی په وينا د مقاومت شوری د مشرانو په توهين او تحقير تورن کړل چې هيڅکله به يې تر نوم او بيرغ لاندې دوی چېرته راټول نه شي.

    خو دا چې په شوری کې به د حکمت کرزي سره د پټې معاملې د هڅې له امله د بصير انور سرنوشت څه ډول وي؟ په اړه يې څه ويل له وخت مخکې خبره ده.

    مخکینۍ مقالهپه نژدې راتلونکي کې به له کورنيو سرچينو څخه د برېښنا د تولید ۱۳ پروژې پرانيستل شي
    راتلونکي مقاله د سرپرست حکومت مرکزي ویاند د دولتي کارمندانو د معاشونو د ځنډېدو ګنګوسي رد کړي

    مربوطه لیکنې

    اسرائيل، ايران کې د استخباراتي معلوماتو راټولولو لپاره د افغانستان له تښتېدلو مخالفينو استفاده کوي

    17 جون 2025

    له مقاومت شوری څخه د احمد مسعود حلقې بشپړ حذف؛ شوری هڅه کوي حضرت علي هم منزوي کړي

    3 جون 2025

    احمد مسعود د مشهد څخه د تهران پر لور؛ له رباني او نورو مشرانو سره د لیدنې تابیا نیسي

    19 مې 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 23 جون 2025

    قطر پر العدید پوځي هډې د ایران برید وغانده

    د قطر د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره قطر کې د…

    قطر کې پر امريکايي پوځي هډې‌ ۳ توغندي په هدف لګېدلي

    23 جون 2025

    له قطر وروسته د ایران له خوا په بحرین، عراق او کوېټ کې هم پر امریکایي پوځي هډو توغندي وویشتل شول

    23 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    قطر پر العدید پوځي هډې د ایران برید وغانده

    23 جون 2025

    قطر کې پر امريکايي پوځي هډې‌ ۳ توغندي په هدف لګېدلي

    23 جون 2025

    له قطر وروسته د ایران له خوا په بحرین، عراق او کوېټ کې هم پر امریکایي پوځي هډو توغندي وویشتل شول

    23 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.