شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp بهرنيو چارو وزارت وايي، چې د ياد وزارت مرستيال ډاکټر محمد نعيم وردګ له خپل اذربايجاني سيال النور محمدوف سره په کتنه کې د دوه اړخيزو همکاريو په لا پياوړتيا او يو شمېر نورو موضوعاتو خبرې کړي.د سرچينې په خبره محمدوف د افغانستان د سرپرست حکومت له لوري د سرتاسري امنیت ټینگښت، د مخدره موادو پر ضد مبارزه او د اداري فساد لهمنځه وړلو هڅې ستايلي او په وينا یې اذربایجان له افغانستان سره اړیکو ته ځانګړی ارزښت ورکوي.ورته مهال ډاکټر محمد نعیم وردګ هم د دواړو هېوادونو اړیکې تاریخي بللي او زياته کړې یې ده، چې د متقابلو ګټو پر بنسټ باید دا اړیکې لا پراخې او پیاوړې شي.ياده دې وي، چې د رياست الوزرا د اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ لوړپوړی پلاوی اذربايجان ته د ایکو سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو په اوولسمه غونډه کې د ګډون په موخه تللی لا هم په دغه هېواد کې دی.
د افغان حکومت وياند مولوي ذبيح الله مجاهد: موږ بديلې لارې موندلي او له پاکستان سره به سوداګريزې لارې هغه وخت خلاصېږي، کله چې مقابل لوری د بيا نه تړلو قوي تضمين وړاندې کړي4 دسمبر 2025