د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، څه باندې شل کاله مو په افغانستان کې بې فایدې جګړه وکړه او میلیاردونه ډالر مو بې ځایه مصرف کړل، څه مو چې وکړل لېوني ؤ.

ډونالډ ټرمپ، چې د امریکا د ویرجینیا ایالت په “ریچمونډ” ښار کې کمپایني خبرې کولې، افغانستان ته په اشارې ویلي، که خبره یې اورېدل کېده، وختي به یې له دغه هېواده ښپې سپکې کړې وای او پوځیان به یې وختي ویستلي و.

ټرمپ ویلي، چې افغانستان کې د امریکا جګړه د ویتنام له جګړې هم ناوړه او سخته وه.

نوموړي په خپلو خبرو کې د امریکا اوسنی ولسمشر جو بایډن «احمق» بللی دی.

امریکا څه باندې شکل کاله په افغانستان کې پر افغانانو هر ډول ظلمونه وکړل، خو افغانانو هم په کلکه عقیده د امریکایي اشغالګرو ځواکونو او ناټو پر وړاندې په میړانه مبارزه وکړه او امریکایانو ته یې داسې ماته ورکړه، چې دوی به یې ټول عمر په یاد ساتي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version