د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې د «ازادۍ پروژې» په نوم هغه پلان، چې د امريکا له لوري د هرمز تنګي له لارې د بېړیو د ازاد تګ راتګ لپاره طرحه شوی و، د لنډ وخت لپاره ځنډول شوی دی.

ټرمپ په ټروت سوشل کې لیکلي چې دا پرېکړه له ایراني استازو سره د احتمالي وروستي تړون په اړه د پرمختګونو له امله شوې ده.

نوموړي زیاته کړې چې که څه هم پر ایران لګېدلې محاصره به پر خپل ځای پاتې وي، خو د دې پروژې درول به د دې لپاره وي چې د روانو خبرو پایله وارزول شي.

بلخوا، د ايران تسنيم اژانس بيا په غبرګون کې ویلي، چې ټرمپ له خپلې پرېکړې شاته شوی او دغه تش په نامه «ازادۍ پروژه» درول شوې ده.

دغه اژانس د امریکا د دریځ په اړه نیوکه کړې او دا یې د فشار د کمېدو نښه بللې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version