په داسې حال کې، چې پاکستان هڅه کوي د ايران او امريکا ترمنځ د جګړې پای ته رسولو او اوربند د هوکړې امتياز د ځان په نوم کړي؛ ډونالډ ټرمپ له اسوشټيد پريس اژانس سره په مرکه کې ويلي، چې چين د ايران او امريکا ترمنځ په اوربند کې رغنده رول لوبولی.
د ډونالډ ټرمپ په باور چین، ایران وهڅاوه چې اوربند ته غاړه کېږدي، ځکه په وینا یې وروستۍ نېټه يعنې د سه شنبې ورځ نږدې کیدونکې وه.
هغه وايي، چين همدا راز هڅه وکړه، چې د ایران او امریکا ترمنځ د اوربند د هوکړې په صورت کې د ايران د غني شوي یورانیمو زیرمو ته په بشپړ ډول پاملرنه وشي.
