ډېپلوماټ ورځپاڼې د یوه مطلب په خپرولو سره ویلي، چې په ۲۰۲۵ میلادي کال کې د افغانستان او اروپا ترمنځ د سوداګرۍ کچه د پام وړ لوړه شوې ده.

یادې ورځپاڼې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت له قوله ویلي، چې روان کال په لومړیو اتو میاشتو کې اروپا ته د افغانستان صادراتو کچه ۱۷ میلونه ډالره او د وارداتو هغه تر ۱۴۳ میلیونو ډالرو پورې رسېدلې ده.

په خپور شوي مطلب کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مسؤلینو له قوله ویل شوي چې د ټرانزیټي اسانتیاوو، سوداګریزو ویزو او د صادراتي محصولاتو د معیارونو د نشتوالي سره سره، د افغانستان او اروپایي ټولنې ترمنځ سوداګریزې اړیکې په تدریجي ډول پراخېږي.

یادې خونې ویلي چې په اروپایي بازارونو کې د افغاني توکو تقاضا لوړه ده، خو افغانستان اړتیا لري له هغو هېوادونو سره دوه اړخیز تړونونه وکړي چې اروپایي ټولنې ته د تګ مسیر جوړوي، په ځانګړي ډول د لاجوردو دهلېز چې په ۲۰۱۸ کال کې پرانیستل شوی.

د لاجوردو دهلیز افغانستان د ترکمنستان، اذربایجان، ګرجستان او ترکیې له لارې له اروپا سره نښلوي.

د اروپایي کمیسیون د معلوماتو له مخې، د افغانستان او اروپایي ټولنې ترمنځ د سوداګرۍ کچه په ۲۰۲۳ کال کې ۱۴۸ میلیونه یورو وه او بیا په ۲۰۲۴ کال کې ۳۰۲ میلیونه یورو ته لوړه شوه.

د مطلب په پای کې راغلي چې د افغانستان اقتصاد له ننګونو سربېره نسبي پرمختګ لرلی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version