کابل ښاروالۍ د کابل له ټولو اوسېدونکو غوښتي، چې کابل سیند ته دې کثافات نه غورځوي او که چېرته دغه کړنه څوک وکړي نو له قانوني چلند سره به مخ شي.

د کابل ښاروالۍ له لوري په خپره شوې خبرباڼه کې ویل شوي، د کابل سیند په اوږدو کې استوگنو ښاریانو ته خبر ورکول کېږي چې په یاد سیند کې د کثافاتو اچول لویه ښاري سرغړونه بلل کېږي او له ټولو ښاریانو غوښتنه کېږي ترڅو له دې ناوړه کړنې څخه دې په کلکه ډډه وکړي؛ د سرغړونې لیدلو په صورت کې به له قانوني چلند سره مخ شي چې بیا د شکایت حق نه لري.: «په کابل سیند کې د اوبو راتلو له امله د کابل سیند ډېری برخه له کثافاتو پاکه شوې ده؛ راځئ په دې سیند کې د کثافاتو په نه اچولو سره خپله ذهني ارامي او ښاري ښکلا زیانمنه نه کړو.»

په خبرپاڼه کې ویل شوي، په تېرو وختونو کې کابل سیند یوه طبعي شتمني گڼل کېده او په وروستیو کلونو کې یې د وچکالۍ له امله اوبه وچې شوې وې، خو بیا هم په پسرلي کې يې د اوبو کچه ډېرېږي او له نېکه مرغه سږ کال د الله ﷻ له لوري د رحمت باران او واورې په ورېدلو سره د کابل سیند اوبه ډېرې شوې دي.

«په کابل سیند کې د کثافاتو اچول د وگړو ژوند زیانمن او له گواښ سره مخ کوي او له بل لوري دا کثافات تر سروبي پورې د سیند په یوه برخه کې را ټولېږي او بندونو ته زیان رسوي.»

ځواب پریږدئ

Exit mobile version