Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»کابل ښاروالۍ: په ۲۱مه ناحیه کې یې ۲ټنه بې‌کیفیته خوراکي توکي راټول کړي.
    افغانستان

    کابل ښاروالۍ: په ۲۱مه ناحیه کې یې ۲ټنه بې‌کیفیته خوراکي توکي راټول کړي.

    عمران آغاعمران آغا14 جولای 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    کابل ښاروالۍ مسوولین وايي، په ۲۱مه ناحیه کې یې ۲ټنه بې‌کیفیته توکي راټول کړي او د له منځه وړلو په موخه یې ټاکلي ځای ته لېږدولي دي.

    له کابل ښاروالۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، له بازارونو څخه د څارنې په لړ کې یې دوه ټنه بې‌کیفیته خوراکي او ناخوراکي توکي چې د مصرف نېټه یې هم پای ته رسېدلې ده راټول کړي او د له منځه وړلو په موخه یې ټاکلي ځای ته لېږدولي دي.: «په دغو توکو کې شېدې، ملايي، بیسکویټ، غوړي، پنېر، اچار، مصاله، د رومي بانجانو روب، چپس، پاپړ، غیر الکولي څښاک او د مینځلو توکي شامل دي.»

    په خبرپاڼه کې له ټولو پلورونکو غوښتنه شوې، چې د بې‌کیفیته توکو له پلور څخه ډډه وکړي او ښاریان دې هم د خپلو اړتیا وړ توکو د پېردولو پر مهال د هغوی کیفیت او د مصرف نېټې په جدي توگه گوري.

    همدا راز د کابل ښاروالۍ مسوولین وايي، د څوارلسمې ناحیې اړوند د پغمان په ۲۱م گذر کې د قلعه سرور سیمې د سړک کانکرېټ کولو چارې چې، (۷۵۰) متره اوږدوالی او (۴) متره سور لري، (۸۰) سلنه مخته تللې دي او تر راتلونکو (۲۰) ورځو به بشپړې او گټې اخیستنې ته وسپارل شي.: «دغه پروژه د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملگرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د ښاریانو د ستونزو د حل او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په موخه طرحه شوې ده.»

    په خبرپاڼه کې ویل شوي، کابل ښاروالۍ ښاریانو ته د ښاري او ټولنیزو اسانتیاوو د برابرولو په موخه، له ښاري اسانتیاوو څخه بې برخې او لرې پرتو ناحیو کې ورته نورې پروژې هم پلي کوي.

    کابل ښاروالۍ په لنډه موده کې د کابل ښار گڼ سړکونه ورغول، گڼې څلور لارې یې جوړې کړې او زرگونه کسانو ته یې لنډې او اوږدمهاله کاري بوختیاوې هم برابرې کړي دي.

    مخکینۍ مقالهملي دفاع وزارت گڼ پوځي وسایط ترمیم کړي
    راتلونکي مقاله د هېواد په درېیو ولایتونو کې گڼ‌شمېر قاچاقي توکي نیول شوي.

    مربوطه لیکنې

    امنيتي ځواکونو د بغلان په دهنه‌ غوري ولسوالۍ کې د شر او فساد ډلې دوه مهم قوماندانان نيولي

    17 سپتمبر 2026

    د مقاومت جبهې پخوانی غړی، قاري عیسی محمدي: مقاومت جبهه، چې د عاصم منير او پاکستاني استخباراتو تر امر لاندې کار کوي اوس مهال په پاکستان کې دفتر لري

    17 سپتمبر 2026

    ملا عبدالغني برادر اخوند په کندز کې د ۱۰ زره جریبه صنعتي پارک د بنسټ ډبره کېښوده

    17 سپتمبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 18 سپتمبر 2026

    پنټاګون له اروپا د ۲۵ زره امریکايي سرتېرو د ایستلو طرحه ارزوي

    رویټرز خبر ورکړی، چې د امریکا د جنګ وزارت (پنټاګون) له اروپا څخه د شاوخوا…

    د نن جمعې ورځې نېټه.#هندوکش‌غږ

    18 سپتمبر 2026

    امنيتي ځواکونو د بغلان په دهنه‌ غوري ولسوالۍ کې د شر او فساد ډلې دوه مهم قوماندانان نيولي

    17 سپتمبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    پنټاګون له اروپا د ۲۵ زره امریکايي سرتېرو د ایستلو طرحه ارزوي

    18 سپتمبر 2026

    د نن جمعې ورځې نېټه.#هندوکش‌غږ

    18 سپتمبر 2026

    امنيتي ځواکونو د بغلان په دهنه‌ غوري ولسوالۍ کې د شر او فساد ډلې دوه مهم قوماندانان نيولي

    17 سپتمبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،192 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،139 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،257 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.